د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت اللہ مكارم شيرازی په درس خارج كې وويل چې د اسلام او قران سپكاوی سره په مسلمانانو كې د بيدارۍ او ویښتيا پړاو شور و شوی دی
هغه وويل چې د قران شريف سپكاوې له داسې خلكو خوا شوی دی چې هغو عيسايان او مسلمانانو يو بل سره ښكيل كول غواړی.
آيت اللہ مكارم شيرازی وويل چې د اسلام دښمنانو دسيسو سره په مسلمانانو كې بيدارۍ راغلې دی او پرته له مسلمانانو د نورو دينونو كسانو هم د قران پاك تعليماتو ته پام شوی دی ۔
ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ مكارم شيرازی د جنت البقيع د ورانولو كليزې په مناسبت وويل چې دا كار هم د امريكې او اسراييل په مشرۍ كې تر سره شوی ؤ.
657319