د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا پروګرام د «المصطفی(ص) قرآن آكیډمۍ» د مشر «ابرار حسين» او د «وجا ھت حسين» په اواز د قران تلاوت سره شورو شو.
همدارنګ په دې پروګرام كښې د قران حافظ محمد تقی چې په 51 طريقو یې قران كريم حفظ كړی دی حاضر و او د ځينو طريقو په جاری كولو سره یې قران ته د خلكو پام راواړوه.
په دې پروګرام كښې د الزهرا مؤسسې مشر حجتالاسلام والمسلمين «ادريس احمد علوی» د قران او حديث د اهميت په هكله وينا وكړه او ویې ويل: د زرګونو سایټونو او سپوږمكيزو چينلو په شتون سره ځوانانو ته د ښو اخلاقو ضرورت دی او همدې ته په پام دا مؤسسه جوړه شوې ده.
657842