IQNA

په كويت كښې د قران كريم ملی مقابلې چې ځوانانو سره خاصې دی شورو كیږی.

23:15 - September 19, 2010
د خبر لمبر: 1997217
نړيواله ډله: د قران كريم د مقابلو شپاړسمه دوره چې كويتی ځوانانو سره خاص ده د تلې د مياشتې په دريمه نیټه شورو كیږی او د دې مياشې تر اتمې نیټې به ادامه ولری.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له كويتی ورځپاڼې الانباء یې نقلوی، دا مقابلې د كويت د ورزش او ځوانانو د ادارې په مرسته او د كويت د اسلامی چارو او اوقافو وزارت د قران د چارو اداره د سړو او ښځو په برخو كښې ترسره كیږی.
د كويت د ځوانانو او ورزش د ادارې مرستيال «جاسم يعقوب» په دې هكله وويل: تر اوسه پورې د كويت د ورزش او ځوانانو د ادارې او د كويت د اسلامی چارو او اوقافو وزارت د قران د چارو اداره تر مينځ په دې هكله ناستې ترسره شوی دی.
هغه زياته كړه: دا مقابلې د ځوانانو په ارشاد او د هغوی د شخصيت په جوړولو كښې ډېر رول لری.
657754
captcha