IQNA

په روسيه كښې تاتارستان د اسلام د كلتوری او علمی ميراث د نړيوال سمينار كوربه كیږی

23:14 - September 19, 2010
د خبر لمبر: 1997218
نړيواله ډله: "په روس كښې له مسلمانانو علمی، كلتوری او د زده كړې پاتې ميراث" نړيوال سمينار د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې د سازمان په مرسته د وږی د مياشتې له 31 د تلې د مياشتې تر 2 نیټه د تاتارستان په قازان ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، دا نړيوال سمينار د ايسسكو د په مرسته د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو د اتحادتې، د اسلامی پراختيا د بانك، په تاتارستان ښېد اسلامی پوهنتون او د ماسكو د اسلامی تمدن د مؤسسې په ګډون سره ترسره كیږی.
په دې سمينار كښې د روس په بيلا بيلو سيمو كښې د مسلمانانو د ستونزو په هكله او همدارنګ د اسلامی كلتور او تمدن په روس كښې د پاتی ميراث په هكله خبرې اترې كیږی. ګډون كوونكی پكښې د هغه اسلامی كتابونو چې په عربۍ ژبه ليكلی شوی دی او همدارنګ د روس د كلتور او اسلام ميراث د طبقه بندۍ په هكله او هغې ته د زر رسيدو په هكله به پكښې خبرې اترې كیږی.
657770
captcha