IQNA

په تهران كښې د «علامه عبده او علامه مظفر» سمينار ترسره كیږی

13:24 - September 20, 2010
د خبر لمبر: 1997702
نړيواله ډله: د اسلامی مذهبونو پوهنتون د اسلامی مذهبونو د نزی كيدو نړيوالې ټولنې سره او د هيواد د نورو علمی مركزونو په مرسته، يو سمينار «علامه شيخ محمد عبده او علامه شيخ محمد رضا مظفر» تر عنوان لاندې ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا سمينار په دې غرض، چې د اسلامی نړۍ د كلتوری او علمی شخصيتونو درناوې وشی او ورسره د اسلامی مذهبونو د نزدی كيدو رواج پيدا شی، د دې كال په دويمه نيمۍ كښې ترسره كیږی.
دا سمينار په دوو برخو كښې ترسره كیږی لومړۍ برخه یې د دې شخصيتو علامه شيخ محمد عبده او علامه شيخ محمد رضا مظفر ، د هغوی د علمی كتابونو او نظرياتو څیړل دی چې مهمه برخه یې د علامه شيخ محمد عبده او د الازهر په پوهنتون كښې د زده كړې د نظام اصلاح، د علامه محمد عبده له نظره دينی او قرانی ورزده كړې، علامه شيخ محمد عبده او د فقه المقاصد ژوندی كول، په تقريب ګرا تفسيرونو كښې او تفسير قران به قران كښې د علامه شيخ محمد عبده رول، د سيد جمال الدين او علامه شيخ محمد عبده ګډ تاليفات، او همدارنګ نور موضاعات څیړل كیږی.
657896
captcha