IQNA

احمدی نژاد: د ویټو حق معنا، د دنيا په اداره كولو كښې د نورو ملتونو محدودول دی

14:45 - September 20, 2010
د خبر لمبر: 1997806
سياسی ډله: د ايران ولسمشرښاغلی محمود احمدی نژاد په نيويارك كې د ملګرو ملتونو له سرمنشی سره په كتنې كې د ‏ټولو ملتونو د حقوقو د دفاع لپاره د دغه موسسې د جوړښت د اصلاح پر ضرورت ټينګار وكړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې تهران ریډيو یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ‏ولسمشر چې د ملګرو ملتونو دعمومی ټولنې په شپږپنځوسمې غونډې كښې د ګډون لپاره نيويارك ته تللی دی پرون د ‏ملګرو ملتونو له سرمنشی بان كی مون سره په كتنې كښې د نړۍ په اداره كولو كښې د ټولو د ګډون او د ټولو ملتونو د ‏حقوقو د دفاع په هدف سره د ملګرو ملتونو د جوړښت د اصلاح د ضرورت غوښتنه وكړه.‏
ښاغلی ډاكټر محمود احمـدی نژاد په دې خبرې سره چې نن سبا دنيا له بل هروخت زياته د نړۍ په مديريت كښې د ملتونو ‏د ګډون غوښتونكی ده وويل د ټولو ملتونو له اغيزشيندونكی او فعال ګډون پرته د دوامدارې سولې او امنيت ټينګول ‏ناممكن دی او ملګری ملتونه دغه ظرفيت لری چې د ملتونو د فعال ګډون زمينه برابره كړی.‏
ولسمشر احمدی نژاد له ویټو حقه د يو شمير حكومتونو په برخوريدا نيوكې سره وويل د ویټو حق معنا د دنيا په مديريت او ‏اداره كولو كښې د نورو ملتونو محدودول دی.‏
ښاغلی احمدی نژاد په دوام كښې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وويل ايران په افغانستان كښې موجوده سياسی بهير ‏ملاتړ كوی او د افغانستان د مشكل د حل يوازنۍ لاره د افغانستان خلكو ته د چارو سپارل ګڼی.‏
د ايران ولسمشر دغه راز د ايران اټومی موضوع او د اټومی سونګو د تبادلې په باره كښې د تهران د بيانیې د خپريدا بهير ‏ته په اشارې سره وويل د تهران بيانيه ډيره روښانه او منطقی وه خو له بده مرغه پينځه جمع يوې ډلې د ايران د اسلامی ‏جمهوريت د ښه نيت په وړاندې ناوړه اقدام وښود.‏
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې د ايران ملت د بايكاټونو په باره كښې هیڅ اندیښنه نه لری وويل په پريكنده ‏توګه ويلی شو چې بايكاټ د ايران په اقتصاد هیڅ اغيز نلری او د ايران ملت قادر دی په اسانۍ سره خپل ضرورتونه ‏تامين كړی.‏
د ايران ولسمشر د فلسطين د حالاتو په باره كښې هم وويل د فلسطينيانو د ملی واكمنۍ حق بايد په رسميت وپيژندل شی ‏چې هغوې كولای شی په يوې ازادې ټول پوښتنې كښې خپل برخليك وټاكی.‏
د ملګروملتونو سرمنشی بان كی مون هم په دغه كتنې كښې د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ غونډې كښې د ايران د ‏ولسمشر محمود احمدی نژاد په شتون خوښې څرګندولو سره په سيمه په تيره بيا په افغانستان كښې د سولې او امنيت په ‏تثبيت او ټينګيدا كښې د ايران رغنده رول ته اشاره وكړه او ویې وويل ايران له موجودو چلينجونو سره سره د افغانستان د ‏خلكو ان په دغه هيواد كښې امنيت د ټينګيدا ملاتړ كړی دی .‏
‏658610‏
captcha