د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د ارواښاد امام د ايران لوی او قدرشناس ملت ته څلور عوامل يعنی عشق، ايمان، بصيرت او همت ډالۍ كړ او پّه وروستيو درو لسيزو كې د دغو عواملو دوام د اسلامی انقلاب د طيبه شجره پرتاندوالی. نوی والی او هر اړخيزې پياوړتيا سبب شوی دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز ايران سره د جنګ په اته كلنې مودې كې له صدامه د نړيوال قدرتونو هر اړخيزو وسله والو، سياسی او تبيلغاتی ملاتړو ته په اشارې سره ټينګار وكړ،هغه صدام چې سر زورو قدرتونو له اروا ښآدامام او د ايران ملت او اسلامی انقلاب سره دمقابلې لپاره وړاندې كړی و، په زلت او بې شرمۍ سره مړ شو.
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د ملت د همت، بصيرت او توانمندۍ په ستاينې ټينګار وكړ، هغه كسان چې داسلامی ا نقلاب په پيل كې داسلامی انقلاب د درې ورځنۍ او يوه اونيز ماتيدا خبره كوله،او او نورې ورځې دغه غټې خبرې نه كوی، او دغه دهغوی دكمزورتيا او دايران دملت د پياوړتيا او قدرت نښه ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د ايران ملت، د تاريخ له ستر پيچومی د تيريدا په حال كې وباله و وې فرمايل، مونږ په تيرو ۳۰ كلونو كې ،د دغه خطرناكې او برخليك جوړونكی پړاو زياتره خطرناك ټكی تير كړی، خوله دغه تاريخی او حساس ټكی تيريدل نه دی بشپړ شوی، او ملت او مسولين به په پام او هوښيارۍ او تدبير، تعقل او انسجام سره خپل خوځښت ته دوام وركړی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وويل د اسلامی انقلاب او د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه ملت له هر وخته زيات پاوړی او ژوندی دی او دا يوه د تكرار وړ يوه تجربه ده.
661019