IQNA

21:57 - September 23, 2010
د خبر لمبر: 2000007

غضنفر ركن آبادی‎:‎‏ د اسمانی كتابونو په سپكاوی باندې كلك غبرګون كول پكار دی‏

سياسی ډله: په لبنان كې د ايران سفير په خپل خطاب كې ويلی دی چې په اسمانی كتابونو بيا په تيره د قران پاك په بې ‏احترامۍ دې سخت او كلكه احتجاج كول پكار دی. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس ‏nowlebanon‏ یې نقلوی چې په لبنان ‏كې د ايران سفير د عمل غورځنګ په مركزی دفتر كې په وينا كولو سره وويل چې مونږ بايد داخلی فساد او لانجې ختمی ‏كړو او د نړيوال استكبار مقابلی لپاره مزبوط ديوالونه جوړ شوو ۔ ‏
ښاغلی ركن ابادی وويل چې ايران د نړۍ ټولو مظلومو كسانو ملاتړ كوونكې دی او تل به ورسره وی. ‏
هغه زياته كړه چې اسراييل د ټول انسانيت دښمن دی او هغو هیڅ يو منطق قبلولو لپاره تيار نه دی.۔ ‏
‏660604‏
captcha