د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی حجه الاسلام كاظم صديقی وويل، د قرآن كريم د سپكاوی سپيره اقدام، د هغه بهير دوام دی چې دښمنان له اسلام سره د مقابلې لپاره دين ته د مسلمانانو د پابندۍ او عقيدې د اندازې د سنجولو لپاره هغه طراحی او اجرا كړ.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی حجه الاسلام كاظم صديقی د دې خبرې په كولوسره چې لويدیځ هيوادونو په دغه اقدام سره د خپل د ځوړتيا زمينه برابره كړه، زياته كړه، د ايران میړنی ملت د قرآن كريم د سوځولو فتنه به ياد ولری، څو د دغه تريخ اقدام عوامل سزا شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د قرآن كريم د سپكاوی بل هدف، د فسلطين د مسلې هيرول وبلل، او وې ويل، دښمنان په دغه اقدام سره غواړی چې د اسراييلو د جعلی حكومت چلند چې د مسلمانانو زړونو دردولی، هير شی.
ښاغلی حجه الاسلام كاظم صديقی په دوام كې د پاكستان ورانونكی سيل اړخونه ډير پراخ وبلل او له ټول اسلامی هيوادونو په تيره بيا د ايران له نيكو كارو خلكو وغوښتل چې د پاكستان بې سرپناه سيل ځپلو سره خپلو مرستو ته دوا م وركړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی حجه الاسلام كاظم صديقی همداراز د سپیڅلې دفاع د اونۍ په قدرونې سره ، له اسلامی ټاټوبی دفاع په اته كلنې دفاع كې د دين او ولايت مهجزه وبلله چې ټول د ايران د اسلامی نظام د نسكوريدا لپاره یې د لودیځ ټول اټكلونه په اوبو لاهو كړل.
661522