ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د الازهر د اسلامی څیړنو مركزی پرون د الازهر د شيخ احمد الطيب په مشرۍ كښې د يوې ناستې په اخر كښې په يوې بيانیې كښې د هغه خبرو په هكله خبردارې وركړ چې كومې د عسايانو د مجمع د مشر له خوا د اسلام په سپكاوی كښې شوی وی او د مسلمانانو د خفګان سبب شوې وې.
په دې بيانيه كښې راغلی دی: الازهر په مصر كښې د ملی وحدت د حمايت په غرض فتنو او تفرقه اچوونكيو اقداماتو سره د مقابلې په غرض دا بيانيه صادره كړې چې ورسره دا غير مسئولانه اقدامات كانټرول شی.
په دې بيانیې كښې تاكيد شوی دی: كه چرې د نړۍ عاقلانو او پوهانو د لويدیځ د قران هغه سپكاوې په صحيح طريقې سره غندلی وې نو نن به د مصر د عسايانو مشر دا جرات نه كاوۀ او د مصر امنيت به نه خبرابيدۀ.
په دې بيانيه كښې په اخر كښې تاكيد شوی دی چې د مسلمانانو او عسايانو د دينی عقيدو په هكله خبرې بايد سره لكيره وی چې د هغې د توهين او سپكاوی حق هیڅوك نه لری.
662806