د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حوزې نيوز یې نقلوی چې ايت الله العظمی نوری همدانی د روانی ميلادی مياشتې په شل شپږمه نیټه د سپاه او پوليسو افسرانو سره په كتنې كې وويل چې مسلمانانو ته تل عزت من، دروڼد او طاقت ور كيدو كوشش كول پكار دی او په همدې اړه هم قدم اوچتول پكار دی.
هغه زياته كړه چې ايمان كامل، انسان نه زړه ور كس جوړوی
هغه په پای كې د اسلامی نظام قدرت او طاقت یې د يووالې او وحدت پايله وګرځوله او د قران پاك دې ايت ته یې اشاره وكړه چې "واعتصموا بحبل اللہ جميعاً ولا تفرقوا" نن سبا په هيواد كې دننه د وحدت او يووالی ډير زيات ضرورت دی او مونږ ټؤل بايد ددې خيال وساتوو.
663312