د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمان پرست نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خبری غونډه كښې د روسی لخوا په يو اړخيز ډول د اس دری سوه ډوله توغندويی سيسټم د تړون د لغوه كيدو او د ايران د حقوقی تعقيبونو په هكله وويل كه دغه اقدام د ۱۹۲۹ پريكړه ليك پر اساس تعقيبیږی نو اعلانوو چی هوا ضد يا دفع هوا اوزارونه او وسلی په دغه غيرعادلانه او غير قانونی پريكړه ليك كښې نه شاملیږی .
مهمان پرست وويل سياسی دباوونه له روا حقوقو د ايران د ملت د شاتګ سبب نه كیږی او تهران او مسكو يو تړون لاسليك كړی دی چی روسی لوری بايد پرې عمل وكړی .
مهمان پرست همدغه راز د غزی لپاره په مرستندويه كاروان د يرغل په موضوع كښې د صهيونست رژيم له غندلو هركلی وكړ او ویې ويل بايد روښانه شی چی صهيونست رژيم د خپلو جنايتونو د دوام او د ګاونډيو ملتونو په حقوقو د تيری لپاره كومه لاره تعقيبوی او تر څو چی لويدیځ هيوادونه له دغه رژيم څخه ملاتړ كوی په سيمه كښې به ددغو جنايتونو ټغر ټول نه شی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی مهمان پرست د اتومی خبرو اترو د دوام په اړه وويل د تهران خبرې اترې له دريوو خواوو سره په دريوو لورو روانی دی.
دوی زياته كړه د اتومی سونګو درتبادلی موضوع د ويانا له ډلی سره تعقيبیږی چی مقدماتی پړاو تيروی او ايران د تهران د اعلاميی له مخې چمتو دی څو خبرو اترو ته دوام وركړی او د سونګو تبادله وشی.
664832