IQNA

مهمان پرست: تهران او مسكو يو تړون لاسليك كړی دی چی روسی لوری بايد پرې عمل وكړی

20:34 - September 28, 2010
د خبر لمبر: 2003401
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی رامين مهمان پرست نن له كورنيو او بهرنيو ‏خبريالانو سره په خبری غونډه كښې د روسی لخوا په يو اړخيز ډول د اس دری سوه ډوله توغندويی سيسټم د تړون د لغوه ‏كيدو او د ايران د حقوقی تعقيبونو په هكله وويل
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمان پرست نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خبری ‏غونډه كښې د روسی لخوا په يو اړخيز ډول د اس دری سوه ډوله توغندويی سيسټم د تړون د لغوه كيدو او د ايران د ‏حقوقی تعقيبونو په هكله وويل كه دغه اقدام د ۱۹۲۹ پريكړه ليك پر اساس تعقيبیږی نو اعلانوو چی هوا ضد يا دفع هوا ‏اوزارونه او وسلی په دغه غيرعادلانه او غير قانونی پريكړه ليك كښې نه شاملیږی .‏
مهمان پرست وويل سياسی دباوونه له روا حقوقو د ايران د ملت د شاتګ سبب نه كیږی او تهران او مسكو يو تړون ‏لاسليك كړی دی چی روسی لوری بايد پرې عمل وكړی . ‏
مهمان پرست همدغه راز د غزی لپاره په مرستندويه كاروان د يرغل په موضوع كښې د صهيونست رژيم له غندلو ‏هركلی وكړ او ویې ويل بايد روښانه شی چی صهيونست رژيم د خپلو جنايتونو د دوام او د ګاونډيو ملتونو په حقوقو د ‏تيری لپاره كومه لاره تعقيبوی او تر څو چی لويدیځ هيوادونه له دغه رژيم څخه ملاتړ كوی په سيمه كښې به ددغو ‏جنايتونو ټغر ټول نه شی. ‏
د ايران د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی مهمان پرست د اتومی خبرو اترو د دوام په اړه وويل د تهران خبرې اترې له ‏دريوو خواوو سره په دريوو لورو روانی دی. ‏
دوی زياته كړه د اتومی سونګو درتبادلی موضوع د ويانا له ډلی سره تعقيبیږی چی مقدماتی پړاو تيروی او ايران د تهران ‏د اعلاميی له مخې چمتو دی څو خبرو اترو ته دوام وركړی او د سونګو تبادله وشی.‏
‏664832‏
captcha