د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د اسلامی انقلاب ستر مشر ټينګار وكړ:د نړۍ مستكبران او زياتی غواړی دخپلو شعارونو به خلاف ټول قدرت او مال د خپلو نږدی كسانو لپاره غواړی چې د دې ښكاره بيلګه د امريكا د واكمنانو له ژوند سره د دغه هيواد د عامو خلكو د ژوند له پرتله كول دی.
د رهبرۍ ستر مقام نن د ټول ايران د جمعې د لمانځه له امامانو سره په كتنه كې د امريكا دخلكو د ژوند ځينو بوږنوونكو احصائيو ته په اشارې سره جوته كړه: البته د ايران ولسمشر ملګرو ملتو ته په خپل كوټلی سفر كې دهغو ځينې حقايق او شميرنې بيان كړې او په امريكا كې په فت پاتونو د مليونونو كسانو اوسيدلو په د فقر تر كرښې لاندې د مليونونو كسانو شتون د امريكا د ټولنې ځينې تراخه حقيقتونه دی.
دوی ټينګار وكړ: د دغه زياتی غواړی تفكر په مقابل كې چې په درسته نړۍ د واكمنۍ خوبونه وينی د ايران ولس په ټول طاقت سره ولاړ دی او د زور خبره نه منی او د مسلمانو ولسونو په تيره بيا د فلسطين د مظلوم ولس په ملاتړ كې خپله خبره كوی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه ددغه ډول ملت په وړاندې د سلطه غواړو غوسه ، ګواښ او د غاښونو چيچل ناببره او غير طبيعی دی خو ددغو ګواښونو په وړاندې يا بايد تسليم شو او يا دا چی دايمان په پياوړتيا او له الله تعالی سره په ارتباط سره د زياتی غواړو په وړاندې ودریږو .
د رهبرۍ ستر مقام په دوام كښې د دښمن دسيسو او پلانونو ته پام د جمعی د امامانو مهمه دنده وبلله او زياته یې كړه په دی وروستيو كلونو كښې ځينو قلمونو ډيری هڅې وكړی څو د دښمن پيژندنی موضوع د خلكو او ټولنې له ذهنونووباسی او په ځينو موردونو كښې مغالطه وكړی چی نظام له ځينو كورنيو مسئوليتونو د تیښتې لپاره تل د بهرنی دښمن موضوع مطرحوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دی په ټينګار سره چی تل بايد د دښمن د حركتونو او خوځښتونو په وړاندې هوښيار واوسو او له هغو سره د مقابلې په رودو پوهه شو وفرمايل ولی ځينو ټينګار لری چی دهيواد په بيلا بيلو پیښو كښې د فعال دښمن په خبيثو او دسيسه ګرو لاسونو سترګی پټی كړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود همدغه راز ټينګار وكړ ځوانان چی د ايران د ټولنې اكثريت جوړوی د دښمن اصلی هدف دی ځكه ځوانان د هيواد پرمختګ ځواك دی .
664874