د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن د دغی شورا په غونډه كښې وويل د ايران ملت د امريكی د سپكو دسيسو سره په مقابله كښې كه هغه د سيمی په سويه دی او كه په اتومی موضوع كښی دی يو موټی او متحد دی او د هغه هيواد لپاره چی د نړۍ د مديريت ادعاګانی كوی د تعجب او حيرانتيا خبره ده چی د ايران د ملت د كركی آواز ولی نه آوری.
د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی لاريجانی زياته كړه په ملګرو ملتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر په وينا دغو درستو غبرګونونو د حيرانتيا او اوباما لپاره د شرم خبره ده چی سپينه ماڼۍ په بیړه له بی بی سی سره تماس نيسی او مركه ورځنی غواړی.
علی لاريجانی ټينګار وكړ نن سبا دښمنان د بهرنيو لانجمنو چلندونو سره د ايران د ملت د ارادی د كمزوری كولو لپاره هغو سرښيندونكو او مؤمنو ځواكونو ته د ګوزار وركولو نيت لری چی ددغه ملت او هيواد د عزت ساتونكی دی .
لاريجانی وويل د ايران داسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك میړنيو ځواكونو د مهاباد د ترهه ګر بريد چی بهرنيو رسنيو ستر ښوده په لنډ وخت كښې خائنو عناصرو ته په اقتدار سره سخت ځواب وركړی .
665091