IQNA

احمدی نژاد: په اسلامی جمهورت ايران بنديز لګوونكی، په خپل كار پښيمانه شوی دی ‏‏

22:10 - September 29, 2010
د خبر لمبر: 2004280
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د درست ايران د جمعې لمانځه د امامانو ‏په غونډې كې وويل په ايران بنديز لګوونكی يواځې د ايران د ملت د روحیې په خرابولو او په روانی او نفسياتی جنګ ‏پسې دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی ولسمشر ډاكټر ‏محمود احمدی نژاد نن د درست ايران د جمعې لمانځه د امامانو په غونډې كې د امريكې ته د خپل سفر او له بيلابيلو ‏رسنيو سره مركو او خبرو ته په اشارې سره زياته كړه هغه مركې چې په نيويارك كې شوې په حقيقت كې يو جدی جنګ ‏ؤ او د امريكائی مسئولان ؤ چې يوازې خبرې ئې كولې او په امريكې كې يوه آزاده رسنئ هم نشته .‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد هم دا راز د جمعې لمانځه د امامانو اوعالمانو مسئوليت، ‏په نننيو شرائطو كې ډير دروند وباله او وې وئيل بايد په نړيوالو بدلونونو او بشری اړتياؤ ته په ځواب وئيلو كې حركت ‏وشی.‏
ډاكټر محمود احمدی نژاد د جمعې لمونځ د اسلامی حاكميت او د ټولنې د اداره كولو يو ركن وباله او زياته ئې كړه د ‏جمعې لمونځ يو روان بهير دی چې له ژوندی پاتيكيدا پرته به ئې د الهی ارزښتونو حاكميت امكان ونه لری.‏
‏665553‏
captcha