د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د درست ايران د جمعې لمانځه د امامانو په غونډې كې د امريكې ته د خپل سفر او له بيلابيلو رسنيو سره مركو او خبرو ته په اشارې سره زياته كړه هغه مركې چې په نيويارك كې شوې په حقيقت كې يو جدی جنګ ؤ او د امريكائی مسئولان ؤ چې يوازې خبرې ئې كولې او په امريكې كې يوه آزاده رسنئ هم نشته .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد هم دا راز د جمعې لمانځه د امامانو اوعالمانو مسئوليت، په نننيو شرائطو كې ډير دروند وباله او وې وئيل بايد په نړيوالو بدلونونو او بشری اړتياؤ ته په ځواب وئيلو كې حركت وشی.
ډاكټر محمود احمدی نژاد د جمعې لمونځ د اسلامی حاكميت او د ټولنې د اداره كولو يو ركن وباله او زياته ئې كړه د جمعې لمونځ يو روان بهير دی چې له ژوندی پاتيكيدا پرته به ئې د الهی ارزښتونو حاكميت امكان ونه لری.
665553