IQNA

كلامی او فقهی اعتبار سره د شيعه و مكتب له امام جعفر صادق عليه السلام په زمانې كې پراخ شوی دی ‏

19:01 - October 05, 2010
د خبر لمبر: 2007253
سياسی او ټولنيزه ډله: په زمبابوې كی د ايران د كلتوری مركز مشر په دی خبرې ټينګار وكړ كلامی او فقهی اعتبار سره ‏د شيعه و مكتب له امام جعفر صادق عليه السلام او امام باقر علیہ السلام په زمانې كې پراخ شوی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روبطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې ‏محمد اسدی موحد د روانی ميلادی مياشتی اكتوبر په دريمه نیټه په حرارې ښار كې د ايران په سفارت خانې كې د امام ‏صإدق عليه السلام د شهادت په مناسبت سره تر سره شوی پروګرام كې د هغه حضرت د مقام او منزلت په هكله خبرې ‏اترې كولی. ‏
هغه د امام په زمانې كې عباسی حكومت ته په اشارې سره وويل چې شيعه مكتب كلامی او فقهی اعتبار سره د شيعه و ‏مكتب له امام جعفر صادق عليه السلام او امام باقر علیہ السلام په زمانې كې پراخ شوی دی. او ټول مسلمان عالمانو او ‏اسلامی فرقو امامان د هغه حضرت له علمی درسګاه استفاده كوله. ‏
اسد موحدی د امام د ضرورت په هكله د هغه حضرت يوې مناظرې ته په اشارې سره وويل چې معصؤم امام، په تولنې ‏كې د زړه په حيث دی چې بې له زړه ژوند ناممكنه دی.‏
‏668158‏
captcha