ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «Express Buzz» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا سمينار د هندوستان د اسلامی پوهنتون و د جده د اسلامی څیړنو او ښوونې د مؤسسې په مرسته په مريديان هوټل كښې په كوچی ښار كښې په دې غرض ترسره شو چې خلك د اسلامی بانكدارۍ سره لا زيات اشنا شی.
په هندوستان كښې اسلامی اقتصادی خدمتونه وړاندې كول د دې سمينار اصلی موضوع و چې د باكدارانو او د بيمې د مشرانو او د سازمانونو د مسؤلانو او د تجاری ګوندونو او د صنعت د مشرانو او د پوهنتون لوستونكيو په دې كښې ګډون وكړ او دا مسئله یې وڅیړله.
669110