IQNA

د ايرانی پلاوی په پاكستان كې د قران پاك او حديث موسسې ليدنه وكړه

19:07 - October 08, 2010
د خبر لمبر: 2008414
نړيواله ډله: د ايران د حوزوی پلاوی پرون د روانی ميلادی مياشتی اكتوبر په اوومه نیټه د پاكستان د راولپنډی ښار د ‏قران پاك او حديث موسسې فعاليتونه له نږدې وليدل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايرانی پلاوی كې د قم ښار د امام خمينی رحـمه الله عليه دينی ‏مدرسی مشر ښاغلی حجت‌الاسلام «هاشميان»، او د المصطفی نړيوال پوهنتون سيمه ايز سلاكار ښاغلی حجت‌الاسلام ‏‏«شهامت» شامل دی هغو د پاكستان د سيلاب ځپلو سيمو ليدنی په هدف پاكستان ته تلی دی په راولپنډۍ كې د قران او ‏حديث الزهراء موسسې مشر ميرمن رضوانه صديق علوی او د په پاكستان كې المصطفی نړيوال پوهنتون استازې ښاغلی ‏ابرار حسين سره وليدل. ‏
دا ناسته چې د څو پاكستانی قاريانو او حافظانو په ګډون تر سره شو موجودو كسانو د قرانی تعليماتو او حديث په تبليغ ‏كولو په درست پاكستان كې ټينګار وكړ. ‏
په پای كې هم د ښاغلی ابرار حسين په پاكستان كې د المصطفی نړيوال پوهنتون فعاليتونو په هكله راپور وړاندې كړ ‏
حجت‌الاسلام شهامت هم د قرانی فعاليتونو هركلی وكړ او د دې فعاليتونو په زياتيدا یې ټينګار وكړ.‏
‏669887‏
captcha