IQNA

علی لاريجانی: امريكانيانو يو ځل بيا زمونږ بې اعتمادۍ زياته كړه

20:27 - October 09, 2010
د خبر لمبر: 2009342
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی په دې خبرې ټينګار سره چې ځينې هيوادونه ‏خپلې ګټې د سيمې په ناامنۍ كښې لټوی وويل پايدار امنيت او سوله د سيمې د هيوادونو له ملګرتياو سره تړلی ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی بیګا د ارمنستان ‏له پارلمانی پلاوی سره په كتنې كښې د دواړوه هيوادونو اړيكې پياوړی ؤبللې او ویې ويل دغه سفرونه د دواړو هيوادونو ‏ترمينځ د سياسی او اقتصادی اړيكو كيلی ده.‏
د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی لاريجانی په دوام كښې د سيمې د نا امن كولو لپاره د ځينو هيوادونو هڅې ته په ‏اشارې سره ويل هغوې د مشكلاتو په رامينځته كولو سره په خپلو ګټو او په هيوادونو د وسلو د خرڅولو هڅه كوی.‏
ښاغلی علی لاريجانی د تهران د ريكټر لپاره د سونګو د مبادلې په باره كښې د ايران، تركیې او برازيل درې اړخيزه ‏موافقې او د ايران د اټومی مسلې په حل كښې د امريكا خنډونو جوړولو ته اشاره وكړه او ویې وويل امريكانيانو يوځل بيا ‏زمونږ بې اعتمادۍ زياته كړه.‏
ډاكټر علی لاريجانی وويل ايران په اصولی بڼه او د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس په چوكاټ كښې خپل سوله ايز هدفونه ‏تعقيبوی او هیڅ كله به د ځينو لويدیځو هيوادونو د زيات غوښتنې په وړاندې تسليم نشی.‏
‏670988‏
captcha