IQNA

ايت الله خامنه ای: اسلامی دنيا‎ ‎دې د‎ ‎حج د‎ستورې د عظمت او يووالی په ځلا بدلې كړی ‏

20:28 - October 09, 2010
د خبر لمبر: 2009435
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر مشر ټينګار وكړ، صهيونستی او امريكای عوامل، په كمين كې دی، چې ‏مسلمانان د مذهبی، قومی او فرقه پالو تعصباتو په شمول په بيلابيلو پلمو د يو بل دښمن كړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود د دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې حضرت آ ‏يت ا... ا لعظمی سيد علی خامنه ای نن د حج له مسولينو سره په كتنې كې د اسلام د پاك دين په مقابل كې، بيلابيلو ‏اسلامی ضد او حقيقت ضد فرقو، غونډيدا ته په اشارې سره زياته كړه، په حج كې د اسلامی امت د عظمت او يووالی ‏ځليدا، د اسلام د دښمنانو د جبهې روحیې نابودولی شی.‏
حضرت آ يت ا... ا لعظمی سيد علی خامنه ای د فلسطين په شمول د اسلامی نړۍ د مهمو مسلو په اړه د تفاهم او خبرو ‏اترو د ژور وړتيا په تشريح سره زياته كړه : صهيونيسم د يوه سياسی ګوند په توګه چې حتی د يهوديانو د كركې وړ هم ‏دی، څه د پاسه ۶۰كاله كیږی چې د فلسطين اسلامی ټاټوبی نيولی، او هره ورځ جنايتونه كوی، خو زياتره اسلامی ‏هيوادونه، د فلسطين د مسلمانانو د حق غواړی فرياد په مقابل كې چپ دی، چې د حج ستر حركت، د دغه انفعال او ‏اختلاف د جرړې په پيدا كولو او همداراز د فلسطين له ملته د مسلمانانو په متحد ملاتړ كې بشپړ اغيزمن اوسيدلی شی.‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر په اسلامی نړۍ كې د نفوذ او دكمزورو ټكو دموندلو لپاه دسلطه ګرو بې ځنډه هڅې او پلانونې ‏ته په اشارې سره روښانه كړه، دوی په دقت سره ،داسلامی امت داختلاف وړ ټكو په لويو لو پسې دی ا و او ‏دمسلمانانووحدت بښونكی حج به دغه هڅې ناكامې كړی .‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر چې حضرت آ يت ا... ا لعظمی سيد علی خامنه ای خبرداری وركړ اسلامی ملتونه او ‏حكومتونه دې د دښمنانو د درځ رامنځته كونكو دسيسو په باب ځير واوسی ځكه چې له دې پرته به ا سلام، له مستكبر ‏دښمنه، سخت ګوزار وخوری.‏
چې حضرت آ يت ا... ا لعظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز په مسلمانو ملتونو كې د نهيلی توب، انفعال، او سپكاوی ‏احساس، د رامنځته كولو لپاره د اسلام د دښمنانو د دوامدارو هڅو په يادولو سره د جدی اړتيا په توګه، د اسلامی نړۍ په ‏يووالی ټينګار وكړ.‏
د اسلامی انقلاب ستر مشر چې حضرت آ يت ا... ا لعظمی سيد علی خامنه ای په تيره بيا د حاجيانو د غيرضروری ‏لګښتونو په كمولو سره، د پاكستان له سيلاب ځپلو سره په مرستو ټينګار وكړ.‏
‏671098‏
captcha