IQNA

د حضرت بی بی معصومه سلام الله عليها زوكړه دې پر ټولو مسلمانانو مبارك وی ‏

20:29 - October 09, 2010
د خبر لمبر: 2009436
كلتوری ډله: د حضرت امام موسی كاظم عليه االسلام ګرانه لور چې په قم سپیڅلی ښار كې یې مزار دی نن یې د ‏زوكړی ورځ ده د حضرت بی بی معصومه سلام ا... عليها له نيكمرغه زوكړې سره په يو وخت په درست ايران او نورو ‏ديرشو هيوادونو كې د كرامت د لسيزې جشنونه پيل شوی دی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له بې بی معصومه زيارت له ويب پاڼی یې نقلوی چې د ‏كرامت د لسيزې په دغو جشنونو كې د علمی آثارو د مولفانو ستاينه، د هنری آثارو د پنځونكو قدرونه، د كلتوری او ‏ورزشی جشنوارو جوړول. د كتابونو نندارتونونه او د عسكونو چاپول شامل دی. ‏
ياده دې وی چې دغه لسيزه د حضرت بی بی معصومه د زوكړې له كليزې رانيولې د حضرت امام رضا عليه سلام د ‏زوكړې تر كليزې پورې يعنی د تلې د مياشتې تر ۲۷ پورې لمانځل كیږی.‏
نن د قم سپیڅلی ښار د د دې بې بی د نيكمرغه زوكړی په مناسبت په خوشالۍ كې غرق دی او خلق د بی بی د لوړ مقام په ‏هكه پروګرامونه په ډير عقيدت او احترام سره تر سره كوی.‏
‏671294‏
captcha