IQNA

مليشيا د اسلامی هيوادونو د عالی زده كړې د وزيرانو د سمينار كوربه

23:16 - October 09, 2010
د خبر لمبر: 2009480
نړيواله ډله: د اسلامی هيوادونو د عالی زده كړې د وزيرانو پينځم سمينار د تلې د مياشتې له 27 تر 29 نیټې د مليشيا په پلازمينې كولالمپور كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د مليشيا له خبری اژانس «Bernama» یې نقلوی، د مليشيا د زده كړې عالی وزارت د تلی د مياشتې په 16 نیټه په يوې بيانیې كښې اعلان وكړ: د اسلامی هيوادونو د عالی زده كړې د وزيرانو پينځم سمينار د مليشيا د زده كړې د عالی وزارت او د ايسسكو د كلتور اوعلمونو د زده كړې د سازمان او د اسلامی كانفرنس د سازمان په مرسته ترسره كیږی.
په دې درې ورځنی سمينار كښې به د اسلامی نړۍ د عالی زده كړې او څیړونو سره تړلی مسلې څیړل كیږی او د اسلامی هيوادونو د بيلا بيلو د زده كړو نظام د ښه كيدو لپاره او همدارنګ په علمی ميدان كښې د اسلامی هيوادونو د څیړونو د ښه كيدو لپاره خبرې اترې كیږی.
دا سمينار د مليشيا د عالی زده كړې د لومړی وزير د مرستيال په ګډون سره شورو كیږی.
671224
captcha