IQNA

د اسلامی ټی وی او ریډيو د عامې اتحادیې د غونډې څلورمه ناسته شورو شوه

23:17 - October 10, 2010
د خبر لمبر: 2010190
نړيواله ډله: د اسلامی ټی وی او ریډيو د عامې اتحادیې د غونډې څلورمه ناسته د تلی د مياشتې په 18 نیټې د صدا و سيما د نړيوالو سمينارونو په هال كښی په تهران كښې شورو شوه.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د صدا او سيما د سمينارونو له نړيوال مركزه یې نقلوی، دا ناسته چې "ټول سره يو ځای د حق د لوړاوی په لور" غږ سره شورو شو او د " اسلامی رسندوې د يو بل په مرسته د پروګرامونو زياتول او د نړۍ رسندويو سره په مقابله كښې د هغه د مقام" په موضوع سره ترسره كیږی، چې پكښې د اسلامی هيوادونو د ریډيو او ټيليوژنونو مشران او نمايندګان ګډون كوی.
د دې پروګرام په سر كښې زمونږ د هيواد نړيوال قاری «محمدحسين سعيديان» د قران تلاوت وكړ او بيا د ریډو او ټی وی د اتحادیې مشر حجت‌الاسلام و المسلمين «علی كريميان»، د رهبرۍ د لوړ مقام مشاور «علی‌اكبر ولايتی»؛ او د افغانستان د مذهبی مشر او عالم، آيت‌الله «شيخ آصف محسنی» په اسلامی نړۍ كښې د رسندويو د اهميت او د مسلمانانو د مقدساتو د دفاع لپاره د هغې د ضرورت په هكله خبرې اترې وكړې.
671992
captcha