د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «medya73» یې نقلوی، د تلی د مياشتې په 17 نیټه د «سيره نبیاكرم(ص)» نړيوال سمينار د شورو كيدو په پروګرام كښې د مصر مفتی د سلګونو اسلامی هيوادونو شخصتونو تر مينځ وويل: د پيغمبر(ص) د بركتمن ژوند هره يوه شيبه زمونږ لپاره يوه ښه بيلګه ده، حضرت محمد(ص) د خلكو تر مينځ څلور ښې بيلګې پریښی دی: په مكې كښې د تبليغ په وخت صبر او استقامت، دويمه، حبشې ته د تلو په وخت كښې نورو انسانانو سره د مسالمت اميز ژوند تيرول، دريمه، په مدينه كښې له لومړنيو ورځو كښې نورو بې اسرې انسانانو سره مرسته كول، او څلورم، په ټولنه كښې د عدالت نظام قائمول او نورو دينونو سره په عدل سره پیښيدل.
دا نړيوال سمينار د تلی د مياشتې په 18نیټې د نورو علمی شخصيتونو په ويناوو سره پايی ته رسی.
671713