د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) دچې د افعانستان څانګې د يو راپور پر اساس، په دې پريكړه ليك كې له اسلامی ټاټوبو په تيره بيا له فلسطين څخه د نړۍ د مسلمانانو د دفاع په ضرورت ټينګار شوی.
هم دا راز په يولس ماده ايز پريكړه ليك كې د افغانستان د سولې له بهيره د اسلامی هيوادونو د ملاتړ ، د اسلامی مذهبونو د ګډو نظرونو روښانول او د اسلام د دښمنانو له دسيسو سره د مقابلې لپاره د ټولو اسلامی مذهبونو د پيروانو له لوری د واحدې جبهې درامنځته كيدا غوښتنه شوې ده.
هم دا راز د اسلامی ارزښتونو په مقابل كې له كلتوری يرغل سره په مقابلې په ټينګار سره، په كابل كې د اسلامی مذهبونو د نږدې كيدا د نړيوالې ټولنې د دفتر رامنځته خبره شوې ده. په دې جوړ شوی سيمينار كې د افغانستان د عالمانو د سراسری شورا موقتی مشر قيام الدين كشاف له خوا د ولسمشر حامد كرزی پيغام هم ولوستل شو.
د افغانستان د ولسمشر په پيغام كې د اوسنيو ستونزو په له مبنځه وړلو او د سولې په ټينګښت كې د دينی عالمانو رول مهم بلل شوی وو.
په كابل كې په دې دوه ورځنی سيمينار كې د افغانستان د لوړ پوړو حكومتی چارواكو او دينی عالمانو سربيره، د ايران، تاجكستان، پاكستان، مصر، سعودی عرب او يو شمېر نورو عربی هېوادونو په لسګونو دينی عالمانو ګډون كړی دی.
د سيمنيار د ايجنډې له مخی په دې دوه ورځنی سيمنار كې به يو شمېر دينی عالمان، په نړۍ كې د مسلمانانو د ستونزو په اوارولو كې د علماوو رول او يووالی ته د مسلمانانو په رابللو بحث وكړی.
672259