IQNA

ايت الله امنه ای:اسلامی انقلاب سره د خلقو وفادارۍ او پاې بندۍ ورځ په ورځ زياتیږی ‏

17:57 - October 19, 2010
د خبر لمبر: 2016056
سياسی او ټؤلنيزۀ ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای ټينګار وكړ د اسلامی انقلاب دينی زیږن ‏ځای يانی د قم سپیڅلی ښار، د ايران ملت او د اسلامی جمهوريت نظام د دښمانانو د بيلا بيلو حملو په وړاندې ساتلې دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر د ويب پاڼې یې نقلويوی چې د ايران ‏د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د حضرت امام رضا عليه السلام د زوكړې له كليزې ‏سره په يو وخت د قم ښار د خلكو په پرتمينه ټول كښې د خلكو د دين پرضد د دښمانانو د يرغلونو دليل د هغوې په ‏وړاندې د ايران د ملت مقاومت او دريدل او اسلامی انقلاب ته د خلكو وفادارۍ وباله.‏
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د خلكو د دين پرضد د دښمانانو ټول چلولونه او د ايران د ملت د وفادارۍ پر ضد د ‏هغوې دسيسې ماتی خوړلی وبللې او ډاګينه یې كړه دښمانانو ګمان كاوه خلك له اسلامی نظام څخه جلا كولای شی خو د ‏خلكو وفادارۍ او پاې بندۍ ورځ په ورځ زياته شوی ده.‏‎ ‎
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای اسلام له ورحانيت پرته او اسلام له سياسيت پرته ‏ددوو مسلو دودول دخلكو په دين دحملې لپاره ددښمانانو نقشه وبلله او په اسلامی او دينی معارفو كښې دخلكو دګډون پر ‏اهميت یې ټينګار وكړ .‏
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دايران دملت پرضد دبايكاټونو سختيدا ته په ‏اشارې سره وويل خلك په هغو سترو پرمختګونو سره چې هره ورځې تر لاسه كیږی راتلونكی ته په هيلې سره ددښمانانو ‏په وړاندې دریږی او دهغوې دسيسه شنډوی .‏
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز دوحدت كلمه له خواصو په تيره بيا دريو قواو سره دخلكو پيوستون ، ‏دروحانيت په وسيله دځوان نسل دفكری ضرورتونو تامينول ، دبصيرت دزياتولو ، دعمل دپرمختګ او دهيواد دعلمی ‏ټولنې دنقشې دحركت لپاره دځوانانو هڅه ددښمانانو له پلانونو سره دمقابلې او دهره ورځې زياتيدونكی پرمختګ لپاره مخ ‏په وړاندې لارې وبللې .‏
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دخپلې وينا په يوې بلې برخې كښې قم دايران يو ترټولو مذهبی ښار ، دحضرت امام ‏خمينی ره د پاڅون او اسلامی انقلاب زیږنځای وباله او ډاګينه یې كړه ټوله دنيا بايد پوهه شی چې دغه انقلاب دينی او ‏مذهبی دی او دهغه په هكله هیڅ مادی تفسيره كول ممكن نه دی .‏
‏678613‏
captcha