IQNA

21:29 - October 20, 2010
د خبر لمبر: 2016857

ايت الله خامنه ای: په شهادت باندې ايمان د ايران ستر قوم د اقتدار عامل دی

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود په شهادت باور، په سرشيندنې ايمان او له خدای سره معامله، د ايران د ملت د ‏اقتدار راز وباله. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې حضرت ‏آيت ا... العظمی خامنه ای نن د قم ښار د شهيدانو، جانبازانو او د سرشيندونكو له وياړمنو كورنيو سره په كتنې كې ‏شهادت ډيره ژوره موضوع وبلله.‏
آيت ا... العظمی خامنه ای ټينګار وكړ، دايران ستر ملت، د عزت ددغو عواملو په سيوری كې داستكباردزيات غوښتنې په ‏مقابل كې پياوړی ولاړ دی.‏
د اسلام انقلاب ستر لارښود په شهادت او د شهيدانو په عظمت باور، د يوه ملت د معنوی شخصيت ژورتيا او هويت وباله.‏
د رهبرۍ ستر لارښود د خلكو میړانه، دينی احساسات او د شهيدانو د درنو كورنيو صبر او مقاومت ،د ايران ملت لپاره د ‏شهادت د مسلې اواريدا وبلله.‏
دوی څرګنده كړه، بايد په دې ټكی اساسی پام وكړو، چې د ايران ملت له پيچلو پوځی امكاناتو او پراخو تبليغاتی امكاناتو ‏پرته، څنګه او په كوم علت، د ملتونو په سترګو كې داسې ګران، جذاب او پياوړی شوی او د نړۍ په بيلابيلو پیښو كې ‏اغيزمن دی.‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای، د لبنان د خلكو له لوری د اسلامی ايران د ولسمشر ‏پراخ هر كلی، د شننې او مطالعې وړ موضوع وبلله او وې ويل، داسې حقايق ښايی چې د ايران ملت په نورو ملتونو كې ‏خوږ او لوی دی.‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د خلكو او حكومتی مسولانو په زړونو كې په خدای د ايمان د ورځ په ورځ ژورتيا ‏ضرورت ته په اشارې سره وويل، بايد د دغه ايمان قدرونه وكړو، او د هغه، د ټولنيزو، اقتصادی، علمی تكنالوجی كی ‏پرمختك ملاتړ وګرځوو
‎ ‎‏679324‏
captcha