د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای نن سهار د قم د علميه حوزې د طلباو، مدرسو د مشرانو، عالمانو، استا ذانو او فا ضلانو په عظيمې غونډې كې هم دا راز د اسلامی معارفو د دودولو او پراخولو لپاره په قم كې د لسګونو زره طلباو هڅې او مجاهدت بې ساری ښكارنده وبلله.
د انقلاب ستر لارښود له نړيوالو مسلو او سياسته د علميه حوزې د لير ې كيدا د ضرورت د مغالطې په ردولو كې دغه حقيقت ته اشاره وكړه چې دغه شنډوالې او بې خوځښتی د غليم د دريدا سبب نه كیږی بلكې هغه ډير ظلم او دښمنی ته لمسوی.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای د اخوندی حكومت او په اخوندی او غير اخوندی د روحا نيت د ويشلو د دو انحرافی مفهومونو په تعقيبولو او تبليغ كې د اسلام او نظام د غليمانو د هدفونو په سپړلو كې ټينګار وكړ هغو ی غوا ړی نظام د عا لمانو له عظيم عقلی، استدلالی او فكری ملاتړه محرومه كړی او په خپل ګومان انقلابی او په ډګر كې موجود روحا نيت منزوی او بد نامه كړی چې بايد له دغه هدفونو سره په ځيرتيا سره مقا بله وشی.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای له اسلامی جمهو ريت سره د اخو ندی حكو مت نسبت وركول تهمت او ښكاره دروغ وبلل او زياته یې كړه اسلامی نظام د دين او دينی ارزښتونو حكومت دې نه د روحانی كسانو حكومت.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ځينو هغو كسانو ته په اشا رې سره چې د خوښې او زياتره د ما دی دنيا د رعايتولو او حتی د استكبار د خوشحالولو لپاره فتوا صادروی، ټينګار وكړ چا فتوا وركړی ده چې د ايران سوله ايزې ایټمی هلې ځلې په دې وجه چې د سترو قد رتونو د ناوړه شك سبب كیږی، نو ځكه روا ندی، خو مو نږه وايو چې استكبار غلط كوی چې په ايرانی ملت نا وړه شك لر ی.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای زياته كړه د حوزو په اخلاقی او رفتاری نظام كې بايد انقلابی احساساتو او ګروهنو ته هم بشپړه پام وشی ځكه چې غليمان او د هغوی پيروان غواړی د انقلابی فضا په ماتيدا سره خپل سپيره هد فونه تعقيب كړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د انقلابی او بسيجی رحانيونو منزوی كول، د شهادت او شهيدانو سپكاویې او د ايرانی ملت د سپیڅلی دفا ع تر پوښتنې لاندې راوستل په حوزو كې د انقلابی فضا د كمزو ری كولو لپاره د اسلام د مخالفانو رودې وبللې او د حوزې مشران یې په دې باره كې بشپړه څارنې او حساسيت ته وبلل.
679790