د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "ISESCO" ويب پاڼی یې نقلوی چې د ايسسكو په كوششونو سره او د اسلامی كانفرنس په همكارۍ تر سره كيدونكی دې سيمينار موضوع د اسلامی امت د كاميابی لپاره د تعليم تحقيق او خلاقيت ښه كول؟ دی.
د ملايشيا د تعليم وزير ښاغلی "محی الدين بن حاجی محمد ياسين"، د ملايشيا پخوانې لومړی وزير ښاغلی مهاتير محمد او د تمدنونو او تهذيبونو تر مينځ خبرې اترو لپاره د ايسسكو سفيرپه ګډون سره افتتاح كيدونكی دې سيمينار كې د دنيا نږدې 43 اسلامی هيوادونو استازې د ستر تعليم او علمی تحقيق او ټيكنالوجې په ميدان كې د خپلو پروګرامونو په هكله ويناوې كوی.
په يوويشتم اكتوبر باندې ختميدونكی دې سيمينار كې د اسلامی هيوادونو وزيرانو د ټيكنالوجې په ميدان كې نوې بدلونونو او په اسلامی هيوادونو كې د ټيكنالوجې د پرمختګ د حل لارو په شان موضوعات څیړل كیږی.
678299