د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Central Chronicle» ويب پاڼې یې نقلوی چې دا كتاب ښاغلی «سيد اقبال» ليكلې دی. د مديا پرادش ولايت ستر وزير ښاغلی « شيوراج سينگ چوهان» په لاس رونمایې شو.
د مديا پرادش ولايت د حج كمیټۍ مشر ښاغلی ښاغلی سليم قريشی د دې كتاب په پرانستلو مراسم كې وويل چې سږ كال له هندوستانه نږدې اووه سوه حاجيان له بوپال او ايندور ښارونو حج ته روانی دی او د مديا پرادش ولايت ستر وزير ښاغلی « شيوراج سينگ چوهان» حاجيانو ته د مباركې په ويلو سره هغو لپاره د ښه او خوشحإل سفر هيله وكړه او ټينګار وكړ چې دپه حج سفر كې د مسافرانو اصلی ستونزې ليرې كولو كوشش كوو
په دې مراسمو كې د زيارتی چارو مسؤولان او د مختلفو ښارونو د حج كمیټيانو مشرانو هم ګډون وكړ.
680576