د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود د دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن د قم ولايت د بسيجيانو په ټول كې بصريت، اخلاص او په وخت او په اندازه عمل، د بسيج د حركت ځانګړنه وبلله او ټينګار یې وكړ، د ايران د پرمختګونو د اپوټه ښودلو لپاره د دښمنانو پراخ تبليغات، د ملت او مسؤولانو له چټك حركته د هغوی د پاتې راتلو نخښه ده او د دښمنانو د غوښتنو په خلاف دغه حركت، نه بندیږی او د ايران ملت راتلونكی به له زاتو پرمختګونو سره وی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای د دې خبرې په كولو سره چې د بسيج يو برياليتوب، د ۸۸ كال د فتنې په شمول، د دښمنانو د دسيسود پيچلی كيدا په مقابل كې د بصيرت او توانمندی زياتيدا ده، وويل، د تير كال په فتنې كې زياتو تيروتنې وكړې، او له هغوی زياترو له څه مودې وروسته خپلې تيروتنې اصلاح كړې، خو د بصيرت د بيرغ په ساتنې سره د بسيج ستر حركت، تيروتنه ونكړه او د حق په لارې كې پاتې شو.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی خامنه ای پر دې په ټينګار سره چې د حق د پيژندلو ځانګړنه، څيرې نه دی ټينګار وكړ، كله هم موجه څيرې هم تيراوځی، له دې كبله بايد په بصيرت سره حق له باطله وپيژنو، نه په څيرو او وګړو سره.
د رهبرۍ ستر مقام د خارجی سياست په اړه هم وويل، د اسلامی نظام د مخالفو په تبيلغاتو او د فتنې د مشرانو په ځينو خبرو كې ويل كيدلې چې ايران په نړۍ كې ذليل او بې آبرو شوی، په داسې حال كې چې اوس په ملتونو كې د ايران حيثيت نه يواځې نه دی كم شوی، بلكه زيات شوی هم دی.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی خامنه ای جوته كړه، د اسلام او قرآن په كرښې كې د ايران د ملت نه دريدونكی حركت به په اسلامی نړۍ او د مسلمانو ملتونو په لا ویښتيا اغيز وكړی.
681445