د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې د پاكستان د پیښاور ښار كې د امام رضا عليه السلام د نيكمرغه زوكړی په مناسبت تر سره شوی دی پروګرام كې په خپل خطاب كې سعيد الله وويل چې مونږ سنيانو په نظر د اهل بيتو مينې نه سوا د پيغمبر اكرم مينې سوچ هم نه كیږی او په مونږ معتبرو كتابونو كې هم د يوويشتو امامانو نومونه او ځانګړتياوې موجودې دی.
هغه زياته كړه چې جعفری فقه په بشپړه توګه په شريعت او عقل صدق كوی او زه په ځينو مسايلوكې ددې فقی پيروی كوم.
يو بل پاكستانی عالم مولانا "صاحب زادہ ادريس" هم وويل چې دا نه شی كيدای چې يو كس مسلمان وی او اهل بيتو سره یې مينه نه كوی كه وی نو د هغه په مسلمانۍ كې شك كيدای شی.
680734