د حضرت علی اصغر علیہ السلام د ياد د نړيوال كانفرنس د هنر او كلتور كمیټۍ مشر ښاغلی "پرويز اسكندر پور خرمی" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره خبرو اترو كې وويل چې د حضرت علی اصغر عليه السلام د ياد لمانځنې تر عنوان لاندې د حضرت امام رضا عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په ورځو كې په مشهد مقدس كې يو كانفرنس تر سره شوی ؤ.
هغه زياته كړه چې د كربلا او عاشوره مفهومونو د وضاحت كولو او د تل پاتې او موثر كلتور يانی د هنر د اهميت په اړه د حضرت علی اصغر عليه السلام د نړيوال كانفرنس د كلتوری كمیټۍ د هنر د مختلفو څانګو د هنر اثارو د لیږلو بلنه كړی ده.
683122