د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی په اسلامی شورا كې په ګوانتانامو او ابو غريب بندونو كې د بنديانو شكنجو او ازار او په عراق او افغانستان كې د امنيتی شركتونو او كمپنيانو د جنايتونو، له صهيونسټ رژيم سره په جنايتونو كې مګرتيا، او په ترورونو او كودتاګانو كې د امريكې د اطلاعاتی موسسو لاس درلودل، د امريكا له لوری د بشری حقوقو د خلافورزۍ روښانې بيلګې وبللې.
د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی په وروستيو ورځو كې په عراق او پاكستان كې ترهه ګرو پیښو ته په اشارې سره وويل، عراق او افغانستان د امريكې له لوری نيول شوی دی، او له دې كبله بايد د دغو هيوادونو د ترهه ګرو پیښو په اړه ځواب وركړی.
689330