IQNA

ندرياس ديميتريو: فلسطين په هكله د ايران او قبرس دریځ يو دی

20:09 - November 08, 2010
د خبر لمبر: 2028121
نړيواله ډله: د جمهوری قبرس د تعليم او كلتوری ښاغلی آندرياس ديميتريو د فلسطين مظلوم قوم په ‏حمايت كولو سره ويلی دی چې فلسطين په هكله د ايران او قبرس دریځ يو دی ۔ ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د جمهوری قبرس د تعليم او كلتوری ښاغلی ‏آندرياس ديميتريو د ايران د كلتوری وزير ښاغلی حسينی سره په كتنې كې د فلسطين مظلوم قوم په ‏حمايت كولو سره ويلی دی چې فلسطين په هكله د ايران او قبرس دریځ يو دی او هر دواړه هيوادونه په ‏فلسطين كې د فلسطينيانو د خپلواك حكومت غوښتوونكی دی. ‏
د قبرس د تعليم وزير وويل چې د قبرس پاليسې او هدف د ټؤلو هيوادونو د كلتور او د رسم او رواج ‏احترام كول دی زمونږ عقيده دی چې د كلتور د تعليم يوه اهم برخه ده او تعليم په وسيله د نړۍ قومونو تر ‏مينځ د تفاهم او هماهنګی ته پراختيا وركولې شی. ‏
هغه زياته كړه چېچې كه څه هم قبرس يو وړوكې هيواد دی خو په دنيا كې د دوستې او د مينې پراختيا ‏كې ښه رول لوبولی شی.‏
‏ 690008‏
captcha