IQNA

په مراكش كې د مسلمان اقليتونو د مركزی تعليمی كمیټۍ ناسته تر سره شوه

21:57 - November 10, 2010
د خبر لمبر: 2029755
نړيواله ډله: د مسلمان اقليتونو د مركزی د تعليمی كمیټۍ ناسته تيره ورځ د مراكش په پلازمينې رباط كې ‏د ايسسكو په مركزی دفتر كې تر سره شوه.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د مسلمان اقليتونو د مركزی د تعليمی ‏كمیټۍ يولسمه ناسته پرون د مراكش په پلازمينې رباط كې د ايسسكو په مركزی دفتر كې تر سره شوه.‏
تفصيلاتو په مطابق د دې ناستې پيل د ايسسكو مشر ښاغلی عبدالعزيز عثمان التويجيری پيغام سره وشو ‏دا پيغام ښاغلی هاری عزيز زاده ولوستل. ‏
ښاغلی عثمان التويجيری په خپل پيغام كې ګډون كوونكو نه غوښتنه وكړه چې د تعليم د مركزی كمیټۍ ‏اجلاس د مسلمان اقليتونو د تنظيمونو او تعليمی مركزونو له اجلاسه مخكښې تر سره كیږی له امله بايد په ‏دې ناستې كې ليكلی شوی منصوبی په خپلو هيوادونو كې په ښه ډول اجراء كړئ.‏
‏692184‏
captcha