IQNA

21:58 - November 10, 2010
د خبر لمبر: 2029756

اكمل الدين احسان اوغلو: اسلامی كانفرنس په نزد د فلسطين مسله ډيره مهمه ده‏

نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو پرون په سعودی عرب كې ‏په يو اجلاس كې په ګډون كولو سره وويل چې د اسلامی كانفرنس په نزد د فلسطين مسله ډيره مهمه ده.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی احسان ‏اوغلو تيره ورځ د اسلامی كانفرنس كې د فلسطين استازې سره او په سعودی عرب كې د فلسطينانو سفير ‏ښاغلی جمال الشويكی سره په كتنې كې له اسلامی كانفرنسه لخوا د فلسطين د مظلوم خلكو د حمايت او ‏ملاتړ كولو پخلې وركړ او اسراييلو سره د مذاكراتو او خبرو اترو ختمول وستايل. ‏
د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو له مختلفو فلسطينو ډلو وغوښتل چې ټول ‏دې خپلو داخلی اختلافات په هيرولو سره يو مټی شی او د اسراييلو دسيسی دې شنډې كړی.‏
‏691906‏
captcha