IQNA

آملی لاريجانې: امريكایې او اروپایې ډله بايد ايران د يوه مزبوط هيواد په توګه ومنی ‏

20:39 - November 11, 2010
د خبر لمبر: 2030129
سياسی ډله: د اسلامی ايران د قضایې قوې مشر ټينګار وكړ ۵ + ۱ ډله بايد ايران د يوه قدرتمن او مزبوط هيواد په ‏توګه وپيژنی او خبرې اترې هم بايد د عدالت او قانون پر اساس وی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د قضایې قوا ‏مشر ښاغلی ايت الله آملی لاريجانې نن د ايران د قزوين ولايت خلكو ته په يوه ژوندۍ تلويزيونی ‏مركه كښې له ۵+۱ ډلی سره د ايران د خبرو اترو ته اشاره وكړه او ویې ويل ايران د برابرو شرايطو د ‏خبرو اترو په اړه خپل وړانديزونه كړی دی او د خبرو اترو مقابل لوری بايد قانون او منطق ومنی. ‏
د هغه په وينا د ايران له نظره د دغه هيواد د اتومی موضوع په سر خبرې اترې نور موضوعيت نلری ‏او د دښمنانو اقدامات نن سبا د ايران په اتومی موضوع كوم اغيز نلری او هغوئ د ايران د ملت په ‏عظمت سترګی نه شی پټولای. ‏
ښاغلی ايت الله آملی لاريجانې زياته كړه د الحاقی پروټوكول له مخې د اتومی انرژۍ د نړيوال ‏اژانس د غړيو هيوادونو د اتومی فعاليتونو درست معلومات بايد د آژانس غړو ته وركړل شی او كه د ‏ټولو لپاره قوانين يو ډول وی نو كومه ستونزه به هم نه وی، خو تجربی ښودلی ده چی د خبرو اترو مقابل ‏لوری د مسئلې په آواری پسی نه دی او يوازې نيت لری امتيازات واخلی او په نورو مسلط شی. ‏
ښاغلی ايت الله آملی لاريجانې وويل نن سبا نړۍ اقتصادی، سياسی، مالی او بانكی عادلانه قوانينو ‏ته اړتيا لری او درست بايد پكښې په فعال ډول ګډون ولری.‏
‏692945‏
captcha