IQNA

ايت الله جنتی د رهبرۍ د سترمقام د قم سفر، د انقلاب د تاريخ د اوج ټكی وباله

16:32 - November 12, 2010
د خبر لمبر: 2030355
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی احمد جنتی وويل اسلامی جمهوريت ايران ‏په عراق كښې د آمنيت او سولی له ټينګيدو هركلی كوی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد ‏جنتی د تهران په جمعی لمانځه خطبو كښې له اته مياشتنی ځنډ او اختلاف وروسته د عراق د حكومت له ‏جوړيدو خوشحالی وښوده او ددی چاری په هركلی سره یې د عراق د خلكو مقاومت او بصيرت وستايه. ‏
آيت الله احمد جنتی زياته كړه د امريكا او په سيمه كښې د دغه هيواد د مزدورانو له دباوونو سره سره په ‏عراق كښې حكومتی څوكۍ په عادلانه ډول وويشل شوی. ‏
آيت الله هيله وښودله په عراق كښې له خونړيو ترهه ګرو بريدونو او اقداماتو وروسته په نوی پړاو كښې ‏سوله، آمنيت او ثبات ټينګ شی. ‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی هم دغه راز د خپلی خطبی په يوه بله برخه كښې قم ‏ته د رهبرۍ د سترمقام وروستی سفر يادونه وكړه او هغه یې د انقلاب د تاريخ د اوج ټكی وباله . ‏
د جمعی خطيب آيت الله احمد جنتی په تيره بيا په علميه حوزی د رهبرۍ د ستر مقام د سفر بركتونه او ‏اغيزې له اټكلونو ډيری زياتی وی او ولايت فقيه، د تقليد د مراجعو او عالمانو تر مينځ یې د اختلاف د ‏شتون په القا كولو كښې د دښمنانو د دسيسو شنډول د دغه سفر مهمی سياسی پايلې وبللی. ‏
خطيب آيت الله احمد جنتی د لړم په ديارلسمه چی له نړيوال استكبار سره د مبارزی نړيواله ورځ ده د ‏خلكو په تيره بيا د محصلينو او زده كوونكو پراخه شتون ته په اشاری سره وويل د ايران ځوانانو تل د ‏ولايت په چورليز او بصيرت سره د رهبرۍ د سترمقام د لارښوونو پراساس په ډګر كښې شتون موندلی ‏او دسيسی یې شنډی كړی دی.‏
‏693842‏
captcha