د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مركز اطلاع رسولو یې نقلو ی چې د نجف اشرف د جمعی امام ښاغلی «سيد صدرالدين قبانچی» پرون د جمعی په خطبو كې د دې مطلب په بيانولو سره وويل چې د مستندو روايتونو پراساس د عرفې په ورځ مخكښې له دې چې د عرفې خلكوته نظر وكړی لومړی د حضرت امام حسين عليه السلام سپیڅلی حرم او مزار ته د رحمت نظر كوی.
د نجف ښار د جمعی امام همدارنګ د حضرت امام باقر عليه السلام د شهادت او حضرت مسلم بن عقيل شهادت ته په اشارې كولوسره وويل چې مسلم بن عقيل د كربلا غورځنګ لومړنۍ شهيد دی هغه د كوفيانو د بيعت اخستلو لپاره دلته لاړ ؤ او مسافر ؤ شهيد شو.
694288