د امام د امامت په وخت چې حكومت د اموی كورنۍ د ظالمو حاكمانو په لاس كې ؤ .هغه حضرت د خپل پلار امام سجاد عليه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو د امامت او لارښونې دنده په غاړه واخسته. د حضرت امام محمد باقر عليه السلام د امامت پړاو له يوی خوا د اموی حكومت د كمزورۍ او ړنګيدو او عباسيانو ته د حكومت د انتقال او له بلی خوا د اسلام له پولی اخوا افكارو د ترجمی او خپريدا له پړاو سره هم مهاله ؤ چی دی فضا د اعتقادی بحثونو، د افكارو تبادلی او خپريدا زمينه برابره كړی وه.
په همدې وخت كې د امام محمد باقر عليه السلام په ابتكار او وخت پيژندنې سره چی د هغه له الهی تربيت نه يی سرچينه اخسته د اسلامی علومو او افكارو د خبريدا لپاره وړ زمينه برابره كړه.
حضرت امام باقر عليه السلام له هغه لنډ او مناسب وخت چی لاس ته يی ورغلی ؤ له يوې مخې د اسلامی علومو د تعليم او خپراوی لپاره كار واخيست او د يو لوی علمی مركز بنسټ يی چی د پياوړو علماوو څخه به ډك ؤ كیښود . دغه حساس وخت د اسلامی تمدن په تاريخ كې يو لوی باب پرانيست او په وروستيو پړاوو كې د اسلام پراخوالی له همدې بابه سرچينه اخيسته د امام باقر عليه السلام علمی مقام تر دی حده ؤ چی هغه ته يی د باقر العلوم يعنی د علومو څیړونكی لقب وركړی دی.
امام محمد باقر عليه سلام نولس كاله او لس مياشتې امامت وكړ او با لاخره د ۱۱۴ هجر ی قمری كال د ذی الهجې په ۷ په ۵۷ كلنۍ كې په مدينې كې د هشام په وسيله مسموم شو او له نړۍ یې سترګۍ پټې كړې. د هغه بزرګوار سپیڅلې قبر په جنت البقيع اديره كې دی.
د دغه لوی امام د شهادت د تسليت په وړاندې كولو سره د هغه له پنده يوه ډكه وينا هم را اخلو چی فرمايی : د دنيا حريص د وریښمو د چنجی په شان دی، هر څو چی د وریښمو غوزه تر ځان ډيره تاووی په هماغه اندازه له هغه څخه راوتل ورته ګرانیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) له لوری يو ځل بيا درستو مسلمانانو او د نړۍ ازادی غواړو ته تسليت او تعزيت وړاندې كوو .
694932