د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی حجة الاسلام و المسلمين قاضی عسګر پور په مكې مكرمې كې عالمانو او تبليغيانو په اجلاس كې په خپل خطاب كې وويل چې د اسلامی دښمنانو د اسلام په خلاف كارونه په څرګنده پيل كړی دی او دقران پاك سپكاوې او د پيغمبر اكرم د سپكاوی كوونكی كارټونو جوړونكو ته انعامونه وركول د اسلامی دښمنی يوه څرګنده نخښه ده.
هغه زياته كړه د ااسلامی نړۍ حإلت ډير خراب دی د اسلام دښمنانو داسې سپك كارونه شورو كړی دی چې هغه سره هر يو مسلمان زړه د وينې اوښكې واروی هره ورځ د ترهګرۍ اقداماتو كې په لسګونو ماشومان او ښځې او بې ګناه خلك په وينو كې ګډوډیږی نو په داسې حإلاتو كې عالمانو او مسلمان پوهاندو ذمه نوره هم زياتیږی چې هغوی نور مسلمانان ویښ كړی. او د دښمنانو دسيسو یې خبر كړی.
694804