IQNA

آيت الله خامنه ای: نن د اسلامی بيدارۍ قافله د پرمختګ او ډيرنده ژورتيا په لور روانه ده

21:20 - November 15, 2010
د خبر لمبر: 2032764
سياسی او ټولينزه ډله: نن د اسلام مخالفه جبهه چې دوه پیړۍ یې پر اسلامی ولسونو او دولتونو ظالمانه امر ‏چلاوه او د هغوی سرچينې یې شوكولې، د خپل نفوذ د ځوړتيا او د ځان په وړاندې د مسلمانو ولسونو د زړه ‏ورې دريدا كتونكې ده.او د دې په مقابل كې، د اسلامی بيدارۍ قافله د پرمختګ او ډيرنده ژورتيا په لور روانه ‏ده.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې د حج له ويب پاڼې یې نقلوی د حج د دستورو په ‏مناسبت د رهبرۍ د سترمقام پيغام متن چې په حج كې د رهبر استازې ښاغلی عسګر پور ولوست لاندې دی ‏

بسم الله الرحمن الرحيم

والحمدلله رب العالمين و صلی الله علی سيدنا محمد المصطفی و آله الطيبين و صحبه المنتجبين
كعبه چې د وحدت او عزت راز او د توحيد او معنويت بيلګه ده.‏
‏ د حج په ورځو كې د هغو ليواله او هيله منو زړونو كوربا ده چې له درستې نړۍ یې د خپل عزتمن پالوونكی ‏غږ ته ځواب ويلی او د لبيك په نعرو سره د اسلام زیږنځای ته زغاستلې دی. دا دی اسلامی امت اوس د خپلې ‏پراختيا او تنوع او د هغې ايمانی ژورتيا چې د دغه حنيف دين د لارويانو په زړونو واكمنه ده، كوټلی انځور، د ‏خپلو استازو په سترګو چې د نړۍ له ګوټ ګوټه دلته راغونډ شوې دی ليدلی شی او دغه لويه او بې سارې ‏پانګه ښه پيژندلی شی. ‏
دا د ځان بيا پيژندنه، له مونږ سره مرسته كوی چې مونږ مسلمانان په نننۍ او سبانۍ نړۍ كې په خپل غوره ‏موقعيت پوه شو او د هغه په لور وخوځیږو.‏
په نننۍ نړۍ كې د اسلامی ویښتيا د څپې پراختيا هغه حقيقت دی چې اسلامی امت ته د ښې سبا زيری وركوی. ‏له تيرو ديرشو كلونو چې د اسلامی انقلاب په برياليتوب او د اسلامی جمهوريت د نظام په جوړيدو سره دا ‏ځواكمن غورځنګ پيل شوی دی، زمونږ اسلامی امت پرله پسې پر مخ تللی، ځينې خنډونه یې له لارې ‏غړولې او ځينې مورچې او سنګرې یې فتح كړې دی.‏
‏ د استكبار د دښمنۍ د رودو لا پيچلې كيدل او هغه زيات لګښته هڅې چې د اسلام په مقابله كې یې كوی د هم ‏دغه پرمختګونو له امله دی. ‏
له اسلامه د ويرولو لپاره د دښمن پراخې پروپیګنډې، هغه وارخطا هڅې چې د اسلامی فرقو په مينځ كې د ‏اختلاف د اچولو او د فرقه ايزو تعصبونو د پورته كولو لپاره یې كوی، د سنيانو لپاره له شيعيانو او د شيعيانو ‏لپاره له سنيانو د دورغو او جعلی دښمنانو جوړول، د مسلمانو د ولتونو په مينځ كې تفرقه اچول، د اختلافونو د ‏زياتولو او په تربګنيو او ناحله شخړو د هغو د بدلولو هڅې، په ځوانانو كې د فساد او فحشاء د پيدا كولو لپاره ‏له استخباراتی او جاسوسی موسسو استفاده، دا ټول او ټول د عزت، پت او ویښتيا په لور د اسلامی امت د كلكو ‏او مزبوتو ګامونو او حركت په وړاندې وارخطا او پريشانه غبرګونونه دی.‏
د تيرو ديرشو كلونو په اپوټه، نن صهيونسټ رژيم يوه نه ماتيدونكې بلا نه ده پاتې شوې؛ او د تيرو شلو كلونو ‏په اپوټه اوس امريكا او لويدیځ په مينځنی ختیځ كې خپل سره او ازاد تصميم نيونكی نه دی پاتې،
د تيرو لسو كلونو په خلاف نن دا دی ایټمی ټيكنالوجی او نورې پيچلې ټيكنالوجۍ د سيمې د هيوادونو له ‏لاسرسۍ ليرې او يوه افسانه نه ګڼل كیږی. ‏
نن د فلسطين ولس د مقاومت اتل دی، د لبنان ولس په يوازې سر د صهيونسټ رژيم د جعلی هيبت او بوت ‏ماتوونكی او د درې ديرش ورځنی جنګ ګټونكی دی. او د ايران ولس د ترقۍ د څوكو په لور د حركت ‏بيرغوال او مخكښې دی.‏
نن دا ده غاوره امريكا، چې د اسلامی سيمو ځان بولې كوماندانه او د صهيونسټ رژيم اصلی ملاتړې ده په ‏هغه جبهې كې چې ځانته یې په افغانستان كې جوړه كړې ښكيله شوې ده؛ ‏
په عراق كې سره له هغو ټولو جرمونو چې د دغه هيواد په خلكو یې تپلې دی د ځانله كيدو په حال كې ده او په ‏مصيبت ځپلې پاكستان كې تر هميشه كركجنه ده.‏
‏ نن د اسلام مخالفه جبهه چې دوه پیړۍ یې پر اسلامی ولسونو او دولتونو ظالمانه امر چلاوه او د هغوی ‏سرچينې یې شوكولې، د خپل نفوذ د ځوړتيا او د ځان په وړاندې د مسلمانو ولسونو د زړه ورې دريدا كتونكې ‏ده.‏
او د دې په مقابل كې، د اسلامی بيدارۍ قافله د پرمختګ او ډيرنده ژورتيا په لور روانه ده.‏
دا هيله منوونكی او زيرې راوړونكی حالت بايد مونږ مسلمان ولسونه له يوه پلوه تر هر وخته ډاډمن د ښه ‏راتلونكی په لور وخوځوی، او له بل پلوه مو په خپلو عبرتونو او درسونو سره تر هميشه بيدار او هوښيار ‏وساتی.‏
دا عمومی خطاب بې له شكه، دينی عالمان، سياسی مشران روڼ اندی او ځوانان تر نورو زيات ژمنوی او له ‏هغوی زيار او مخكې تګ غواړی.‏
قران كريم په جار او ژوندی مونږ ته وايی «كُنتُمْ خَیْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ‏وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ))‏
اسلامی امت په دغه خطاب كې عزتمن او د ټول بشريت لپاره پاڅيدلی امت معرفی شوی او د دغه امت د ‏پنځولو هدف د انسانانو خير او ژغورنه ده. ‏
او د دغه امت لويه دنده نيكيو ته بلل ، له بديو غړول او پر خدای پاك كلك ايمان دی. د استكبار د شيطانی ‏قدرت له منګولو د ولسونو تر ژغورلو بل لوی معروف او نيكی نيشته او د مستكبرانو تر خدمت او ورپورې ‏تر پيليتيا بل زښت منكر نيشته.‏
‏ نن د فلسطين له ولس او د غزې له كلابندو شويو سره مرسته، د افغانستان، پاكستان، عراق او كشمير له ‏ولسونو سره ملګرتيا د امريكا او صهيونسټ رژيم د تيری په وړاندې مجاهدت او مقاومت، د مسلمانانو د ‏يووالی ساتنه او له ككړو لاسونو او تالی څټو ژبو سره چې دغه اتحاد ته تاوان رسوی مبارزه او په ټولو ‏اسلامی پرګنو كې په مسلمانو زلميانو كې د بيدارۍ، او د ژمنتوب او مسووليت د احساس پراختيا هغه لویې ‏دندې دی چې د امت خواص یې لری. ‏
د حج پرتمينه ننداره ددغه دندو د ترسره كولو لپاره برابره زمينه مونږ ته راښيی او مونږ دوه چنده هڅې او ‏زيار ته رابولی. ‏
والسلام عليكم و رحمة الله سيد علی حسينی خامنه ای
د ۱۴۳۱ هجری سپوږميز كال د ذی الحجې د مياشتې لومړۍ ‏
او د ۱۳۸۹ هجری لمريز كال د لړم دمياشتې اولسمه نیټه
‏695935‏
captcha