IQNA

له مشركانو د برائت دستورې نن د عرفات په صحرا كې تر سره شوې

21:19 - November 15, 2010
د خبر لمبر: 2032766
سياسی ډله: له مشركانو د برائت دستورې نن د روانی ميلادی مياشتی په نومبر په پينځلسمې نیټی په ‏عرفات صحرا كې د ايرانيانو حاجيانو په شمول تر سره شول ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس چې د حج له ويب پاڼې یې نقلوی چې، د حج زيارت ‏كونكو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د پيغام له لوستلو وروسته، د مرګ دې وی په امريكا او مرګ دې ‏وی په اسراييلو د شعارونو په وركولو سره، له مشركانو د برائت مراسم ترسره كړل.‏
په دغو ولوله ناكو مراسمو كې د ايرانی حاجيانو سرپرست او د ولی فقيه استازی، د رهبرۍ د ستر مقام د ‏پيغام په لوستلو سره،د حج په مراسمو او بيلابيلو پروګرامونو كې د انسجام او نظم رعايتولو لپاره، د ټولو ‏حاجيانو قدرونه وكړه.‏
درهبرۍ سترمقام له مشركينو د حاجيانو د برائت په مراسمو په مناسبت په پيغام كې ټينګار وكړ، په اوسنۍ ‏نړۍ كې اسلامی ویښتيا څپه، داسې حقيقت دی چې مسلمانانو ته د روښانه راتلونكی زيری وركوی.‏
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، زياته كړه، له اسلامه د ويرې لپاره د دښمنانو پراخ تبليغات، د اسلامی ‏فرقو ترمينځ د اختلاف لپاره بیړنۍ هڅې، په اسلامی حكومتونو كې تفرقه اچول، په ځوانانو كې د فحشا او ‏فساد رامنځته كولو لپاره له جاسوسی او اطلاعاتی ادارو استفاده،او د عزت او پتمنۍ په لور، د اسلامی امت ‏د وچتو ګامونو په مقابل كې ګډ وډ غبرګون دی.‏
هغوی جوته كړه، اوس دتيرو ديرشو كلونو په اپوټه، صهيونست رژيم نور نه ماتيدونكی قدرت نه دی، د ‏دوو تيرو لسيزو په اپوټه، امريكا او لويدیځ په منځنی ختیځ كې بې قيدو شرطه فيصله كونكی نه دی، د تيرو ‏لسو كلونو په اپوټه، اټومی او نورې پيچلې تكنالوجۍ د اسلامی ملتونو لپاره له لاسرسۍ لرې نه دی.‏
هغوی زياته كړه، اوس د فلسطين ملت، دمقاومت اتل دی، د لبنان ملت په يواځې د صهيونست رژيم د دروغو ‏هيبت ماتونكی او د ۳۳ ورځنی جنګ فاتح او دايران ملت هم د څوكو په لور د خوځښت بيرغوال دی.‏

‏695917‏
captcha