IQNA

د استانبول په امام علی عليه السلام جومات كې د غدير اختر جشن تر سره كیږی

7:29 - November 24, 2010
د خبر لمبر: 2037033
نړيواله ډله: د غدير اختر په مناسبت نن د استانبول په امام علی عليه السلام جومات كې د غدير اختر ‏جشن تر سره كیږی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د استانبول په باغ جيلار سيمه كې په امام ‏علی عليه السلام جومات كې د غدير اختر جشن تر سره كیږی. ‏
د استانبول د زينبيه جومات ويندويی ويب پاڼې د راپور پر اساس نن د ماسپښن لمانځه نه پس تر سره ‏كيدونكې دې جشن كې به د اهل بيت مينه وال په زيات شمير سره ګډون كوی. ‏
يادونه كوو چې تيره ورځ په د تركی په ايغدير ښار كې د ولايت او امامت اختر غدير په مناسبت د اهل ‏بيتو مينه والو د جشن انتظام كړی ؤ ‏
همدارنګ د تركی د اهل بيت علماؤ انجمن لخوا هم د راتلونكی جمعی په ورځ د جشن د تر سره كولو ‏اعلان شوی دی. ‏
‏698652‏
captcha