د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښودپه بيلابيلو پوځی ،علمی،كلتوری او هنری ډګرونو كې د بيسجی ځواك شتون او مخكښ كيداته په اشارې سره ووئيل په هرډګر كې په بيسيجی روحیې، ايمان، اخلاص،شجاعت، میړانې، قدرت او نوښت سره لوی كارونه كيدلی شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دښمن د دسيسو په وړاندې د تيرو څه د پاسه ديرشو كلونو مقاومت ته په اشارې سره روښانه كړه ، په دغو كلونو كې د ايران ملت لاپياوړی او دښمن هم لاكمزوری شو.
دوی د دسيسو په وړاندې د بسيج ځواك د چمووالی د ساتلو په ضرورت په ټينګار سره جوته كړه دغه چمتووالی هماغه راز بايد د ايران دملت د برياليتوب د راز په توګه پر بصيرت ، اخلاص او بيسيجی روحیې په اساس وساتل شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د خپلې وينا په بلې برخې كې د غدير خم لوی او نيكمرغه اختر لوړو مفاهيمو ته په اشارې سره وويل غدير خم واقعه يوازې له اهل تشيعّ سره اړه نه لری بلكې دا موضوع د ټولو انسانانو موضوع ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز زياته كړه، اسلام غواړی په ټولنې كې الهی حقايق تحقق ومومی او دا د الهی قدرت له رامينځته كيدا پرته امكان نه لری.
701447