IQNA

ايت الله خامنه ای: غدير خم واقعه يوازې له اهل تشيعّ سره اړه نه لری بلكې دا د ټولو انسانانو موضوع ‏ده

20:09 - November 25, 2010
د خبر لمبر: 2037404
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ‏غدير خم له نيكمرغه اختر سره په يو وخت او د مستضعفينو بسيجو د اونۍ په مناسبت د تهران د يولك ‏لس زره بسيجی ځواك په ولولناك ټول كې په نننۍ ټولنې كې د بيسجو رول ته په اشارې سره وفرمائيل، ‏نن سبا په ايران كې د لوی ولسی بيسج ټولنه يو لوئی حقيقت ، نه انكاريدونكی ، كم ساری ښكارنده او ‏يوه منظمه او هدف لرونكی ټولګه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښودپه بيلابيلو ‏پوځی ،علمی،كلتوری او هنری ډګرونو كې د بيسجی ځواك شتون او مخكښ كيداته په اشارې سره ‏ووئيل په هرډګر كې په بيسيجی روحیې، ايمان، اخلاص،شجاعت، میړانې، قدرت او نوښت سره لوی ‏كارونه كيدلی شی . ‏
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دښمن د دسيسو په وړاندې د تيرو څه د پاسه ديرشو كلونو مقاومت ته ‏په اشارې سره روښانه كړه ، په دغو كلونو كې د ايران ملت لاپياوړی او دښمن هم لاكمزوری شو.‏
‏ دوی د دسيسو په وړاندې د بسيج ځواك د چمووالی د ساتلو په ضرورت په ټينګار سره جوته كړه دغه ‏چمتووالی هماغه راز بايد د ايران دملت د برياليتوب د راز په توګه پر بصيرت ، اخلاص او بيسيجی ‏روحیې په اساس وساتل شی. ‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز د خپلې وينا په بلې ‏برخې كې د غدير خم لوی او نيكمرغه اختر لوړو مفاهيمو ته په اشارې سره وويل غدير خم واقعه ‏يوازې له اهل تشيعّ سره اړه نه لری بلكې دا موضوع د ټولو انسانانو موضوع ده .‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز زياته كړه، اسلام غواړی په ټولنې كې الهی حقايق تحقق ومومی ‏او دا د الهی قدرت له رامينځته كيدا پرته امكان نه لری.‏
‏701447‏
captcha