د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی نن د ايران لويدیځ آذربايجان ولايت ته د ورتلو په وخت د غدير د نيكمرغه اختر د مباركۍ په ويلو سره د دښمنانو دسيسو په ناكامولو كې د بسيجی ځواك غوره رول په باب روښانه كړه، ټول قدرتمن او استكباری هيوادونه تل په ايران كې د خار پار په رامينځته كولو او دباؤنو په زياتولو پسې دی.
د ايران د اسلامی شورا مشر زياته كړه د بسجيانوغونډيدا د وحدت او يوزړوالی ښودنه كوی او همدغه موضوع غليمان نهيلی كوی.
د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی د نيكمرغه غدير اخترجشنونو ته په اشارې سره روښانه كړه ، د مذهبی اخترونو لمانځل د ايران د ملت د اتحاد او يووالی يو سمبول دی چې سبب كیږی دښمنان له فتنو رامينځته كولو او بلاغوښتنو مايوسه شی.
699519